پاكستان او تركيه قوي سياسي او اقتصادي اړيكې لري۔ د تجارت وفاقي وزير محمد پروېز ملك د تركيې سفير بابرګرګن سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ18اگست2017ء) د تجارت وفاقي وزير محمد پروېز ملك وئيلي دي چې پاكستان او تركيه قوي سياسي او اقتصادي اړيكې لري۔

ده دا خبرې د تركيې سفير بابر ګرګن سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره ملاقات وكړو۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو سياسي او اقتصادي اړيكې

د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه تاريخي او جذباتي اړيكې قوي كوي۔

د ملاقات په مهال د تجارت سېكتر يونس ډهاګه هم موجود و۔ د تركيې سفير د تجارت وزير ته د وزير په ټاكل كېدو مباركي وركړه او وې ئيل چې د تجارت په اړه به د پاكستان ټولې اندېښنې اړوند چارواكو ته رسولې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې