د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د انتخابي اصلاحاتو بل وړاندې كولو لپاره رولز اف بزنس معطل كړې شول
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ18اگست2017ء) د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د جمعې په ورځ د انتخابي اصلاحاتو بل وړاندې كولو لپاره رولز اف بزنس معطل كړې شول۔
د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق
ووئيل چې د اېډوائزرې كمېټې په غونډه كښې د رولز اف بزنس معطل كولو سره د جمعې په ورځ د انتخابي اصلاحاتو بل وړاندې كولو پرېكړه شوې وه۔
په دې د قانون وزير زاهد حامد د رولز اف بزنس معطل كولو تحريك وړاندې كړو۔