وفاقي محتسب وفاقي سركاري ادارو ته د خپلو ملازمينو د شكاياتو ازالې لپاره طرېقه كارجوړولو لپاره دوه اونې وخت وركړو
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) وفاقي محتسب وفاقي سركاري ادارو ته د خپلو ملازمينو د شكاياتو ازالې لپاره طرېقه كار جوړولو لپاره دوه اونې وخت وركړو۔
د وفاقي محتسب اېډوائزر حافظ احسان احمد كھوكھر په دې لړ د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو چارواكي د اګست په 25مه نېټه وفاقي محتسب سېكرټرېټ ته راغوښتي دي۔
د وفاقي محتسب سلمان فاروقي په هدايت په جاري كړې شوي خط كښې د وفاقي محتسب سنيئر اېډوائرز حافظ احسان احمد كھوكھر وفاقي سركاري ادارو ته هدايت كړے چې هغوي دې د خپلو ملازمينو د شكاياتو ازالې لپاره د بي پي اېس 19 د افسر ټاكنه وكړي۔
ده ووئيل چې بايد ټولې ادارې د شكاياتو ازالې په اړه خبرتيا لپاره هم جامع نظام وضع كړي.