پاكستان كوسټ ګارډ په غېر قانوني توګه د پاكستان او اېران د پولې نه د تېرېدو په هڅه كښې 90 كسان ونيول

كراچې (پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) پاكستان كوسټ ګارډ په غېر قانوني توګه د پاكستان او اېران د پولې نه د تېرېدو په هڅه كښې 90 كسان نيولي دي۔

د خبر له مخې پاكستان كوسټ ګارډ د لټون په مهال په پلېري سړك ٬ پنوان روډ او شاه جهان روډ ﴿ د ګوادر٬ بلوچستان﴾ څخه په بېلا بېلو ګاډو او بسونو كښې 90 كسان نيولي دي چې پكښې يو افغانې٬ يو اېرانې٬ يو اومانې او 87 پاكستاني

وګړي شامل دي۔

دې ټولو كسانو د كومو قانوني اسنادو نه بغېر په غېر قانوني توګه د پاكستان او د اېران په پوله د تېرېدو هڅه كوله۔

دا كسان پلټنو لپاره اېف آئي اے ته سپارل شوي دي۔ د يادنې وړ ده چې پاكستان كوسټ ګارډ د جنورې كال 2016م نه تر اوسه 1152 كسان په غېر قانوني توګه بهرنيو هېوادونو ته د تللو په هڅه كښې نيولي دي او اېف آئي اے ته ئې سپارلي دي.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې