د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو د انصاف په نړيواله عدالت كښې مقدمه حساس معامله ده۔ سردار اياز صادق ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مئ2017ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي دي چې د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو د انصاف په نړيواله عدالت كښې مقدمه حساس معامله ده په دې لړ كښې به د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د جولائي په 30 نېټه كېږي چې پكښې به د جون په 8مه نيټه د پاكستان د انصاف نړيوال عدالت ته د بيا وړاندې كېدو پحقله د ډلې د تيارو په اړه غور كولې شي۔

د نهې په ورځ د قامي سلامتيا پحقله د پارلماني كمېټۍ غونډې نه پس ميډيا

سره په غېر رسمي خبرو كښې ده ووئيل د كمېټۍ غړو د كلبهوشن ياديو په معامله تنقيدي پوښتنې هم كړې دي ٬ غړو ووئيل څه چې وشول دې څخه دا تاثر پېدا شوې چې دا هر څه د پاكستان د مفاداتو منافي دي ٬ مونږ له به ځواب وركول وي۔

ده ووئيل په دې اټارني جنرل او خارجه سېكتر بریفنګ وركړو او د غړو د پوښتنو ځوابونه ېي هم وكړل۔ ده ووئيل د كمېټۍ غړو د سياست نه پرته دا معامله قامي ګڼلې ځكه چې ټول دا غواړي چې پاكستان له دا كېس ګټل پكار دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې