په وړومبي ځل 800 اربه روپې پرمختيائي پروژو له بيلولې شي، رانا افضل حسین

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مئ2017ء) د خزانې پارلمانی سیکتر رانا افضل حسېن وئيلي دي د پاکستان په تاریخ كښې په وړمبي ځل 800 اربه څخه زياتې روپې پرمختيائي پروژو لپاره بېلولې شي ، د اولس عدالت پارلمان دے، حکومت 62 فیصده ټیکس راجمع كولو سره ریکارډ جوړ كړے دغسې سږ كال به دا 80 فیصده ته رسولې شي۔

د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د هېواد په تاریخ كښې په وړمبي

ځل ریکارډ پرمختيائي پروژو له بجټ بيلولې شي چې ورسره به عامو وګړو ته اسانۍ ترلاسه شي۔

ده ووئيل دې نه وړاندې به وګړي د ټيكس وركولو څخه ېريدل خو اوسني حکومت د ټيكس ترلاسه كولو هدف تر 62 فیصده ترلاسه كړې او دا به د روان كال په مهال تر 80 فیصده رسولې شي۔

رانا افضل ووئيل د اولس عدالت پارلمان دے، د خپلې سيمې د اولس د خوښې له مخې كار كوم۔ ده ووئيل ځينې كسان د وګړو بیوقوفه كولو هڅه كوي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې