بم ډسپوزل سكوارډ ته دې نوې آلات وركړی شي٬د پي ټي آئي صوبائي حكومت دې د دهرنوپه ځاې د اولس د ځان او مال تحفظ وكړي۔د جے يو آئي(ف)د قامي اسمبلۍ غړي مولاناګوهر شاه پھ قامي اسمبلۍ كښې څرګندونې
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د جے يو آئي(ف)د قامي اسمبلۍ غړي مولانا ګوهر شاه وئېلي دي چې بم ډسپوزل سكوارډ ته دې نوې آلات وركړی شي٬د پي ټي آئي صوبائي حكومت دې د دهرنو په ځاې د اولس د ځان او مال تحفظ وكړي۔
د نهې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ پھ غونډه كښې په كوئټھ
كښې د ترهه ګرۍ په پیښه بحث كښې برخه اخستلو سره مولانا ګوهر شاه د پېښې غندنه وكړه او د ژوبل شويو روغتيا لپاره يې دعا وكړه۔
ده ووئيل چې پھ چارسده كښې هم داسې پیښې رامينځ ته شو دي۔ده ووئيل چې د بم ډسپوزل سكوارډ تربيه دې باوري كړی شي او دوي ته دې نوي آلات وركړی شي۔