قامي اسمبلۍ كښې په كوئټھ كښې د ترهه ګرۍ د پېښې په ضد د غندنې قرارداد پھ اتفاق سره منظور كړی شو٬د ترهه ګرو په ضد د سختې كاروائۍ كولو د عزم څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) په قامي اسمبلۍ كښې په كوئټھ كښې د ترهه ګرۍ د پېښې په ضد د غندنې قرارداد پھ اتفاق سره منظور كړی شوې چې پكښې د ترهه ګرو په ضد د سختې كاروائۍ كولو د عزم څرګندونه شوې۔

د نهې په ورځ وفاقي وزير زاهد حامد پھ ايوان كښې قرارداد وړاندې كړو په كوم كښې چې وئېلې شوي دي چې د ترهه ګرۍ په پېښه او د بلوچستان بار كونسل د صدر پھ وژنه ټول قام غم سره مخ دے۔

په قرارداد كښې د مړو كسانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه او غمرازي شوې۔د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره په قرارداد كښې دعا شوې٬په قرارداد كښې وئېلي

شوي دي چې د غم په دې سخت وخت كښې دا ايوان د بلوچستان اولس٬وكيلانو٬د قانون نافذ كونكو ادارو اهلكارو او د مېډيا استازو سره دے۔

په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې دا ايوان د داسې ناوړه مقصدونو لرونكو عناصرو ته ماتې وركولو او د ترهه ګرو په ضد د سختې كاروائۍ كولو د عزم څرګندونه كوي۔

دا ډول ناوړه اقدامات د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ عزم نه شي كمزورې كولې۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې د داسې اقداماتو په نتيجه كښې به د خوږ وطن حفاظت لپاره زمونږ عزم لا قوي شي۔

سپيكر قرارداد په ايوان كښې وړاندې كړو او په اتفاق سره منظور كړی شو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې