د آزادۍ هلې ځلې او ترهه ګري ښكاره فرق لري٬په بې ګناه ماشومانو او وګړيو تشدد كول د ترهه ګرۍ په زمره كښې راځي۔د داخله وزير چوهدري نثار علي خان د سارك داخله وزيرانو كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) داخله وزير چوهدري نثار علي خان د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د سارك داخله وزيرانو كنفرنس په موقع مدلل او څرګند موقف كښې وئېلي دي د آزادۍ هلې ځلې او ترهه ګري ښكاره فرق لري۔

د سارك داخله وزيرانو كنفرنس ته خپل خطاب كښې داخله وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل په بې ګناه ماشومانو او وګړيو تشدد كول د ترهه ګرۍ په زمره كښې راځي۔

پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوښت دے۔ده ووئيل ډهاكه٬كابل او د پټهان

كوټ پشان پاكستان كښې ځينې پیښې رامخې ته شوي چې پكښې قيمتي ځاني زيان شوې۔

ده ووئېل د تورونو سياست د تېرو 6 لسيزو راهسې روان دے ۔ده ووئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره امن ناكه اړيكې غواړي٬د ترهه ګرۍ ټولې پېښې د غندنې وړ دي۔

وفاقې وزير ووئېل پاكستان كښې د آرمي پبلك سكول٬چارسدې پوهنتون او د لاهور پېښې غوندې لويې پېښې رامخې ته شوي دي۔ ده ووئېل په تورونو لګولو هېڅ نه ترلاسه كېږي۔وخت راغلے چې ټولې چارې د خبرو اترو د لارې هوارې كړی شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ