پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كول غواړي۔ نفيس ذكريا
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا وئيلي دي چې پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كول غواړي۔
راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان او هند ترمېنځه د ټولو نه مهمه مسئله د كشمير ده او بايد دا زر حل كړې شي۔
ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشمير د كشميريانو
پېدائشي حق دے او بايد دوي ته د خپلواكې حق وركړې شي۔
د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين ستراتېژيكي شركت بنيادي اهميت لري او دا لاره د غوره خارجه پالېسې نتيجه ده۔
ده ووئيل چې د پاكستان او چين دې لارې سره به د پاكستان پشمول د منطقې په هېوادونو كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستل شي۔