پاك چين ملګرتيا د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنياد دے۔ زمونږ په ستراتيجيكي مرسته اډانه اړيكې سيمه ايز امن او استحكام لپاره مستحكم بنيادونه ګرځي۔ پاكستان د يو چين په پالېسۍ عمل كولو سره د تائيوان ٬ تبت او هانګ كانګ په شمول سيمه ايزې سلامتيا ٬ آزادۍ او خپلواكۍ سره په اړوند ټولو چارو د چين بشپړ ملاتړ كوي۔ د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز د چائنیز پیپلز انسټی ټیوټ آف فارن افیئرز پلاوي سره خبرې
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25فروری2016ء) د وزيراعظم نواز شريف د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي پاك چين ملګرتيا د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنياد دے۔
زمونږ په ستراتيجيكي مرسته اډانه اړيكې سيمه ايز امن او استحكام لپاره مستحكم بنيادونه ګرځي۔ پاكستان د يو چين په پالېسۍ عمل كولو سره د تائيوان ٬ تبت او هانګ په شمول د سيمې ايزې سلامتيا ٬ آزادۍ او خپلواكۍ سره په اړوند ټولو چارو د چين بشپړ ملاتړ كوي۔
د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز د چائنیز پیپلز انسټی ټیوټ آف فارن افیئرز پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې ده سره د سفير لوشمون په مشرۍ كښې د خالي په ورځ ملاقات وكړو۔
سرتاج عزيز ووئيل د پاك چين ملګرتيا د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنياد
دے او دا ملګرتيا په شريك احترام او باور اډانه ده۔
ده ووئيل د مشرانو تجربه لرونكو سكالرانو ٬ سفارتكارو او په قدرمنو وګړو د مشتمل پلاويو تګ راتګ سره به د دواړو هېوادونو اولس ترمينځھ اړيكې لا مضبوطې شي۔
په دې مهال لو شومن خارجه سلاحكار ته اسلام آباد کونسل آف ورلډ افیئرز (آئی سی ډبلیو اے) سره د شوي مشاورت په اړه بريفېنګ وركړو۔
چينائي پلاوې دا مهال د آئی سی ډبلیو اے په بلنه د پاكستان په درې ورځنۍ دوره دے۔ پلاوي د ملاقات په مهال د ترهګرۍ اوسنو پېښو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ئې د پاكستان قربانۍ وستائلې۔
اېډیشنل سېكتر (اېشیاء پېسفک)سید ذوالفقار ګردیزی د خارجه چارو وزارت لخوا د پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا وكړه۔