ترهګر او د دوئي تنظيمونه به بلېك لسټ كول وي۔ ميډيا دې اولس ته فعاله آواز رسولو كښې مرسته وكړي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25فروری2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي چې ترهګر او ددوئي تنظيمونه به بلېك لسټ كول وي۔

ميډيا دې اولس ته فعاله آواز رسولو كښې مرسته وكړي۔ ميډيا بايد اولس متحرك او ددوئي عزم پوخ كړي۔ مايوسي او خوف لرې كولو سره اولس كښې يو والې پېدا كولو له هم بايد ميډيا خپل كردار ترسره كړي۔

د خالي په ورځ ميډيا سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په تېرو درې نيمو كلونو كښې د امنيت صورتحال ښه شوے او د جون 2013ء راپورونو ترمخه پاكستان كښې روزانه 6 ٬ 7 چاؤدنې كېدې او د يو كال په مهال د چاؤدنو شمېره 2 زره څخه زياته وه۔

ده ووئيل ګويا په پاكستان كښې به هره ورځ بمي چاؤدنه كېدله۔ ده ووئيل د تېر كال په مهال 2006ﺀ نه وروستو په اولني ځل د 1000 نه كمې نزدې 700 چاؤدنې ريكارډ كړے شوې۔

د ترهګرۍ ريكارډ ساتونكې نړيوالې ادارې ددې شمېرو تصديق كوي۔ ده ووئيل د حكومت د پورته كړې شويو ګامونو په نتيجه كښې د امنيت صورتحال ښه شوے۔

ده ووئيل ترهګري بېخي ختمه شوې نه ده بلكې ددې ګراف ښكته راغلې۔ ده ووئيل اول اول به افغانستان څخه روزانه نزدې 30 زره افغان وګړي د سفري دستاوېزاتو نه غېر پاكستان ته راتلل۔

ددوئي نه روټ ؤ او نه ريكارډ۔ ده ووئيل په درې نيمو كالو كښې په اولني ځل عملي ګامونه پورته كړې شول او ترهه ګرۍ كښې ښكاره

كمې راغلې۔

ده ووئيل ما تل دا خبره كړې چې زه به د كوم څيز كرېډټ نه اخلم او نه به په چا ټكونه وكړم۔ ولې چې د ترهګرۍ په كاروايو كښې د كمي كرېډټ زمونږ د ټولو په شريكه دې۔

ده ووئيل د داخله وزير په حېث ما په چا ټكونه كړې نه دي۔ ده ووئيل يو وارې مونږ په يو زندان د بريد معلومات وركړل او په دې غونډې هم وشوې او د آخري غونډې په ورځ ماښام په زندان بريد وشو۔

كوم كښې چې ځينې بنديوان هم خوشې كړې شول د دې ما ترديد ونكړو۔ ۔ داخله وزير ووئيل د سېهون پېښې څخه وروستو سره ددې چې د وزيراعظم طبيعت خراب ؤ هغه د سېهون دوره وكړه او امنيتت صورتحال په اړه ئې د غونډې مشري وكړه۔

ده ووئيل په دغه مهال هم په وفاقي حكومت او داخله وزارت ټكونه وكړې شو۔ ددې په ځواب كښې ما په اولني ځل دا ووئيل چې د درګاه امنيت د وفاقي حكومت ذمه واري وه يا د صوبائي حكومت۔

ده ووئيل ما د دغې ځائې د امنيت په ناقصه انتظاماتو خبره وكړه ولې ددې مې هم زيات تشهير ونكړو۔ ده ووئيل د دورې په موقع كړې غونډه كښې اړوندو چارواكو سره د امنيت صورتحال په اړه هم خبره وشوه او د سندھ چيف سېكتر څخه مې د سندھ چاؤدنې نه وړاندې حالات معلوم كړل نو ده سره هېڅ ځواب نه ؤ۔

په دې د پوځ سرلښكر هم ووئيل چې بايد د امنيت مناسب انتظام شوې وې۔ ده ووئيل د ترهګرۍ نوغې ويستلو له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې