غېرملكيانو لپاره د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ انتظامي حكم د غندنې وړ دے٬ امريكا د كډوالو د هركلي كولو د وياړنې د تېر وخت څخه لاس په سر شوې٬ په نړۍ كښې د ناارامې او بې يقينې په ماحول كښې دې ډونلډ ټرمپ كډوال ماشومان او د دوي كورنې له نظره نه غورځوي۔ ملاله يوسفزئ

لندن (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) د خېبر پښتونخوا سوات سره تعلق لرونكې نوبل جائزه ګټونكې پاكستانې زده كوونكې ملاله يوسفزئ وئيلي دي چې غېرملكيانو لپاره د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ انتظامي حكم د غندنې وړ دے٬ امريكا د كډوالو د هركلي كولو د وياړنې د تېر وخت څخه لاس په سر شوې٬ په نړۍ كښې د ناارامې او بې يقينې په ماحول كښې دې ډونلډ ټرمپ كډوال ماشومان او د دوي كورنې له نظره نه غورځوي۔

تېره ورځ په خپل يو بيان كښې ملاله يوسفزئ ووئيل چې هغه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا د جنګ ځپليو

سيمو ماشومانو او د دوي كورنيو لپاره د امريكې دروازې بندولو د انتظامي حكم سره ډېره مايوسه شوې۔

د نوي انتظامي حكم له مخې د 7 اسلامي هېوادونو كډوالو لپاره امريكې ته د تللو قواعد ډېر سخت كړے شوي دي۔ ملاله ووئيل چې هغه د سوريې د كډوالو ماشومانو په اړه ډېره مايوسه شوې ده ځكه چې دا ماشومان د تېرو 6 كلونو نه سختو ستونزو سره مخ دي او د دوي كوم قصور نشته۔

هغې ووئيل چې په نړۍ كښې د ناارامې او بې يقينې په ماحول كښې دې ډونلډ ټرمپ كډوال ماشومان او د دوي كورنې له نظره نه غورځوي۔﴿م ع/ م ع 1720﴾

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ