د كشمير مسئلې نه غېر هند سره كزټلې خبرې اترې نه شي كېدې٬هند سره چې كله هم خبرې كېږي بنياد به يې د كشمير مسئله وي٬ د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې به د كشميرمسئله په غوره ډول پورته كولې شي٬د حريت لارښودو پرله پسې نظربندۍ غندنه كوو٬د افغانستان سره پھ پوله ټرافېك كنټرول لپاره ګامونه پورته كړی شوي٬د هند داخله وزيرراج ناته سنګ به د سارك وزارتي غونډھ كښې ګډون له راروانه مياشت پاكستان ته راځي٬د فېس بك نه د كشمير په اړه پاڼه اخوا كول د رائے څرګندونې د آزادۍ سخته خلاف ورزي ده۔د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا اوونيز پرېس بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) پاكستان په ډاګه كړی ده د كشمير مسئله په ايجنډا شاملولو نه غېر هند سره كوټلې خبرې اترې نه شي كېدې٬هند سره چې كله هم خبرې كېږي بنياد به يې د كشمير مسئله وي٬د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې به د كشمير مسئله په بشپړه ډول پورته كولې شي٬د حريت لارښودو پرله پسې نظربندۍ غندنه كوو٬د افغانستان سره پھ پوله ټرافېك كنټرول لپاره ګامونه پورته كړی شوي٬د هند داخله وزير راج ناته سنګ به د سارك وزارتي غونډھ كښې ګډون له راروانه مياشت پاكستان ته راځي٬د فېس بك څخه د كشمير په اړه پیج اخوا كول د رائے څرګندونې د آزادۍ سخته خلاف ورزي ده۔

د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا ووئيل د كشمير په اړه پاكستان اصولي دريځ خپل لري٬د كشمير مسئله پھ ايجنډا شاملولو نه غېر هند سره خبرې اترې نه شي كېدې ٬پاكستان د ملګرو ملتونو پشمول په ټولو نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله پھ بشپړه ډول پورته كړی ده ده ٬ووئېل سږ كال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې به هم دا معامله پورته كولې شي۔

وياند ووئيل خارجه سلاحكار سرتاج عزيز په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر٬د بشري حقونو كونسل او د او آئي سي عمومي سېكتر پشمول ځينو نړيوالو ادارو ته خطونه ليږلې٬او آئي سي پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس هم اخستې۔

وياند ووئيل كشمير زمونږ مقصد دے او پاكستان به د كشميري اولس حق خود اراديت ملاتړ روان ساتي۔د

يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د پاكستان رينجرز او د هند د پولې امنيتي ځواكونو ترمينځه غونډه د دواړو هېوادونو ترمينځه د معمول انتظاماتو په اړه كېږي ۔

پھ غونډه كښې پھ بارډر ګراؤنډ رولز 1960 ترمخه د آپرېشن معاملاتو په چارو بحث كولې شي۔دوه ورځنۍ غونډه به(نن)د جمعې په ورځ لاهور كښې پاې ته رسي۔

وياند تصديق كولو سره ووئيل د هند داخله وزير راج ناته سنګ به راروانه مياشت د سارك وزارتي غونډه كښې ګډون له پاكستان ته راځي۔

د پاك افغان او امريكې درې اړخيزه غونډې پھ حقله وياند ووئيل كابل كښې درې اړخيزه غونډې پھ مهال ډائرېكټر جنرلز ملټري آپرېشنز د پولې انتظاماتو او سلامتيا پھ حقله د خيالاتو څرګندونه كړی او د پولې منيجمنټ پھ اړه چارو ترسره كولو تګلارې ته سلا راغلې۔

د افغانستان اولس مشر اشرف غني اوسني بيان په حقله وياند ووئيل تورونه لګول د كومې مسئلې حل نه دے٬مونږ د وزيراعظم نواز شريف د امن ناكه ګاونډيتوب پھ وژن باور لرو۔

وياند ووئېل پاكستان افغانستان كښې امن او استحكام غواړي او په دې لړ كښې يوازې به د څلور اړخيزه ډلې سره مرسته روانه ساتلې شي۔

ده ووئيل ترهه ګري زمونږ شريكه مسئله ده او د شريكو هڅو پھ نتيجه كښې به پرې قابو موندلې شي۔په انډونېزيا كښې په پاكستاني وګړي ذوالفقار له د نشه اي توكو په جرم د مرګ سزا په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ به تر آخري وخت خپلې هڅې روانې ساتو او مونږ د انډونېزيا چارواكو سره په تماس كښې يو۔

(ص ف/ض ض/وس/1725)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ