وزيراعظم محمد نواز شريف سره د ملنډا ګيټس فاؤنډېشن مشر بل ګيټس وليدل تېرو دريو كلونو په مهال د پاكستان څخه د پوليو وائرس خاتمې له د كاميابو هلو ځلو ستائنه
ډيووس(پاکستان نیوز پوائنٹ 19نوری2016ء) د ملنډا ګيټس فاؤنډېشن مشر او بزنس ليډر بل ګيټس د تېرو دريو كلونو په مهال د پوليو وائرس ختمولو په لړ كښې په كاميابۍ د پاكستان ستائنه كړې ده ۔
ده تېره ورځ د نړيوال اقتصادي فورم 47مې كلنې غونډې په موقع وزيراعظم محمد نواز شريف سره كانګرېس سنټر كښې وليدل۔
د وزيراعظم ښه كردار ستائېلو سره بل ګيټس ووئيل 2017 به د پاكستان څخه د پوليو ختمولو كال وي۔وزيراعظم بل ګيټس د پوليو
وائرس پھ ضد قامي جنګ له د حكومت د اړخه د پورته كړی شوو ګامونو نه خبر كړو۔
وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د څلورو واړو صوبائي حكومتونو٬آزاد كشمير او ګلګت بلتستان سره په ګډه د پوليو خاتمې له هڅې كوي۔
وزيراعظم ووئيل د پوليو څخه پاك پاكستان او د نوي نسل صحت باوري كولو له وفاقي او صوبائي وسائل كارولې كېږي۔بل ګيټس ووئيل مونږ پھ راتلوونكو مياشتو كښې د پاكستان دورې ته سترګې په لار يو۔۔(ص ف/ض ض/وس/2117)