مالي٬ ځانمرګي بريد كښې د مړو كسانو شمېره 50 ته ورسېده د اولس مشر لخوا د درې ورځو د غم اعلان
بماکو (پاکستان نیوز پوائنٹ 19نوری2016ء) مالي كښې په موټري ځانمرګي بريد كښې د مړو كسانو شمېره 50 ته رسېدلې او اولس مشر ابراهيم ابوبكر د درې ورځو د غم اعلان كړې۔
د ميډيا راپورونو له مخې د مالي په ګاٶ سيمه كښې په ملېشيا ګروپس د ترسره شوي 5 ځانمرګي بريد كوٶنكو د بريد په نتيجه
كښې 50 كسان مړه او 110 ټپيان شوي۔
اولس مشر ابراهيم ابوبكر د درې ورځو د غم اعلان كړې۔ بلخوا د امريكې د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره دا يو بزدلانه كاروائي ګرځولې۔
ځائي ترهه ګرې جنګيالۍ ډلې او د القاعده اتحادي مختار المختار د دې بريد ذمه واري پغاړه اخستې۔)ص ف/ګ ل/1429)