پاكستان سري لنكا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په ښه ملګرتيا اډاڼه دي٬تېرو 6 لسيزو كښې دې اړيكو استحكام موندې٬ پاكستان غواړي چې سوئېلي آسيا سره د امن په اړه مرسته زياته شي٬د غريبۍ خاتمې او اقتصادي پرمختګ له امنيت او استحكام ضروري دے٬پھ دې لړ كښې مونږ سري لنكا يو مهم شركتدار ګڼو٬هندي پوځ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ نه د نړۍ پام اړولو لپاره په لائن آف كنټرول تاؤ تريخوالې زيات كړی۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف نړيوال اقتصادي فورم پھ موقع د سري لنكا وزيراعظم رنيل وكرم سنګهے سره ملاقات كښې خبرې

ډيووس (پاکستان نیوز پوائنٹ 19نوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان سري لنكا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په ښه ملګرتيا اډاڼه دي٬ تېرو 6 لسيزو كښې دې اړيكو استحكام موندې٬د پاكستان غواړي چې سوئېلي آسيا سره د امن مرستې ته وده تر لاسه يي٬د غريبۍ خاتمې او اقتصادي پرمختګ له امنيت او استحكام ضروري دے٬پھ دې لړ كښې مونږ سري لنكا يو مهم شراكتدار ګڼو۔

ده دا خبره د شورو په ورځ نړيوال اقتصادي فورم په موقع د سري لنكا وزيراعظم رنيل وكرم سنګهے سره د ملاقات په مهال كړی۔

وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل د منطقې هېوادونو سره ښو اړيكو ته وده وركول زمونږ پالېسي ده دغسې چې اولس ته د سيمه ايز يو والي ميوې اورسي ۔

ده ووئيل پاكستان سارك له لويې اهميت وركوي او پاكستان د سارك د منشور ٬مقاصدو او اصولو بشپړه عزم

لري ٬ وزيراعظم ووئېل پاكستان سارك يو متحرك سيمه ايز تنظيم ليدل غواړي او دا ګڼي چې بي آئي اېم اېس ټي اي سي د لارې سارك بدلېدې نه شي٬ ده ووئېل پاكستان سره د كوټلو خبرو اترو د لارې د شخړيز كشمير پشمول ټولې تصفيه غوښتوونكې مسئلې هوارول غواړي۔

ده ووئيل هندې پوځ مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلم كوي څوك چې د حق خود اراديت غوښتنه كوي۔ ده ووئېل هندي ځواكونو مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ له امله د نړۍ پام اخوا كولو لپاره په لائن آف كنټرول تاؤ تريخوالې زيات كړی۔

د سري لنكا وزيراعظم د پاكستان اولس لپاره د خپل هېواد او اولس لخوا د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او وې وئېل مونږ تجارت او دفاع په اړه لا مرسته كول غواړو٬ ده ووئېل دواړو هېوادونو له د تجارت لا زياتوالي لپاره هڅې كول پكار دي۔

(ر پ/ص ف/ګ ل/1230)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ