انقرہ (پاکستان نیوز پوائنٹ 13جنوری2016ء) د تركيه حکومت وئيلي دي سرمایه كاري كونكو یا قیمتی جائیداد اخستونكو له به شهریت وركولې شي۔
د المان ميډيا له مخې د ترکيه حکومت ترمخه داسې غیر ملکیان كوم چې د يو ميليون ډالر په برابر رئيل اسټيټ واخلي ھغوي له به د ترکيه پاسپورټ وركولې شي۔
دغسې د دوه ملیونه ډالره برابر سرمایه کاری کونكو له به هم د
ترکيه پاسپورټ وركولې شي۔ تېره اوونۍ كښې د تركيه اولس مشر رجب طیب اردوآن وئيلي وو چې د عراق او سوريه وګړي كوم چې د ترکيه د روزګار په منډۍ كښې په غير قانونی توګه كار كوي ،هغوي له به امنيتي ټېسټ په پاس کولو سره شهریت وركولې شي۔
له بلې خوا اروپائي ائتلاف هم د تركيه حکومت ته وئيلي چې د سوريه وګړو له شهریت وركولو كښې رعایت وكړي۔)ص ف/ګ ل/1438)