اسرائيلي پوځي اهلكارو په لوېديزه پوله يو فلسطينې شهيد كړو

نابلوس (پاکستان نیوز پوائنٹ 10جنوری2016ء) اسرائيلي پوځي اهلكارو په لوېديزه پوله يو فلسطينې شهيد كړې۔د مېډيا راپورونو له مخې د پوځ لخوا د نهې پھ ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې دا پېښه د اسرائيلي ځواكونو لخوا د يو شكمن كس د لټولو په مهال رامينځ ته شوې۔

دې كس په عسكرو

د چاقو د لارې بريد كړې وو۔دا پېښه په شمال مشرق كښې په الفرا كېمپ كښې رامينځ ته شوې۔د فرانس خبري اژانس د شمېرو له مخې د اكتوبر 2015 نه تراوسه 248 فلسطيني وګړي 40 اسرائيلي٬ 2 امريكائي٬ يو د اردن٬يو د سوډان او يو د اريټيريا وګړې هم د تشدد پھ پېښو كښې وژل شوي۔

(م ع/وس/1422)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ