سلامتي كونسل استنبول كښې د نوي كال په موقع ترسره شوې د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې وغندلو
ملګري ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 02جنوری2016ء) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل استنبول كښې د نوي كال په موقع ترسره شوې د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندلې۔
د ميډيا راپور ترمخه د سلامتي كونسل غړو هېوادونو د ترهه ګرۍ د دې وحشيانه كاروائۍ په سختو
ټكو كښې غندنه وكړه او ځپليو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔
د سلامتي كونسل لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي د ترهه ګرۍ دا ډول پېښه هېڅ جواز نه لري۔ بلخوا سوريه او عراق كښې بوخت تنظيم داعش د دې بريد ذمه واري په خپل سر اخستې۔ )م ع/وس/2041)