په اردن كښې وسله والو څلور پوليس اهلكار ووژل

عمان (پاکستان نیوز پوائنٹ 21دسمبر2016ء) په اردن كښې وسله والو څلور پوليس اهلكار وژلي دي۔ د اردن عسكري ذريعو له مخې امنيتي ځواكونو په الكرك سيمه كښې د مطلوب كسانو نيولو لپاره كارروائي وكړه او په دې مهال وسله والو په دوي ډزې پېل كړې۔

د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمېنځه نښته وشوه او په نتيجه كښې ئې 4 پوليس ا هلكار ووژل شول۔ داعش په يو بيان كښې د دې بريد پړه پغاړه اخيستې۔

د دې نه وړاندې د اتوار په ورځ هم په دې سيمه كښې په امنيتي ځواكونو بريدونه شوي وو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ