د عراق په ختيز ديالا ولايت كښې پھ بمي چاودنه كښې 18 كسان مړه او 23 ژوبل شوي
بغداد 25 جولائي (اے پي پي) د عراق په ختيز ديالا ولايت كښې پھ بمي چاودنه كښې 18 كسان مړه او 23 ژوبل شوي۔د عراقي مېديا له مخې امنيتي چارواكو وئېلي دي چې د ولايتي سرښار بعقوبه څخه 15 كلوميټره لرې د ايران پولې سره نزدې په خالص سيمه كښې دا چاودنه شوې۔
د چارواكو له مخې پھ
دې چاودنه كښې 18 وګړي مړھ او23 ژوبل شوي۔د طبي ذريعو له مخې پھ ژوبل شويو كښې د يو شمېر حالت اندېښمن دې۔
د پوليسو ځايې مشر له مخې چاودېدونكي توكي پھ يو موټر كښې په ځې كړی شوي وو او دا ځانمرګي بريد وو۔تراوسه كومې ډلې د دې بريد پړاه په غاړه نه ده اخستې۔(م ع/وس/1527)