ویانا (پاکستان نیوز پوائنٹ 18نومبر2016ء) د اتومي توان د نړيوالې اېجنسۍ مشر یوکیا آمانو وئيلي دي ايران پرله پسې په اتومي تړون عمل كوي۔
یوکیا آمانو تېره ورځ په ويانا كښې د آئي اے اي اے د بورډ آف ګورنرز غونډه كښې ووئيل د سلامتي كونسل د قرارداد
لمبر 2231 له مخې د ايران څارنه روانه ده او د ھغې په نتيجه كښې د رامخې شويو راپورونو نه دا برېښي چې ايران په ټرون عمل كوي۔
ده ووئيل د معائنو په مهال داسې هېڅ څيز نه دې رامخې ته شوې چې د ھغې نه ثابته شي ايران پټې اتومي هڅې كوي۔