کابل كښې په ځانمرګي بريد كښې د دوه امنيتي اهلکارو پشمول 4 تنه مړه ،11 ژوبل شوي، ننګرهار كښې پھ فضائی بريد كښې د کمانډر پشمول درې عسکریت خوښې مړه شوي
کابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نومبر2016ء) د افغانستان پايه تخت كابل كښې ځانمرګي بريد كښې د دوه امنيتي اهلكارو پشمول 4 كسان مړه او 11 ژوبل شوې دي ٬ ننګرهار كښې په يو فضائی بريد كښې د کمانډر پشمول درې عسکریت خوښې مړه شوې دي ،سرائے پل كښې د تشدد په پېښو كښې 9 طالبان،دوه پولیس او يو پوځي اهلکار وژلې شوې۔
د افغان میډیا له مخې کابل كښې د كورنيو چارو وزارت وياند ووئيل تېره ورځ د پايه تخت مرکزی سيمه كښې يو ځانمرګي بريدو كونكې د امنيتي
ځواكونو ګاډې په نښه كړو چې په نتيجه كښې ئې 4 كسان مړه او 11 ژوبل شوې دي۔
وياند ووئيل په مړو شويو كښې دوه امنيتي اهلکار هم شامل دي۔ تر اوسه كوم ډلې يا تنظیم د بريد ذمه واري قبوله كړې نه ده۔
ننګرهار ولايت كښې په يو فضائی بريد كښې د کمانډر پشمول درې عسکریت خوښې مړه شوې دي۔ چارواكو له مخې فضائی بريد غنی خیل ولسوالۍ كښې شوے۔
بلخوا سرائے پل ولايت كښې د تشدد په پېښو كښې 9 طالبان، دوه پولیس او يو پوځي اهلکار وژلې شوے۔