وخت راغلے چې مونږ ټول يو موټے شوؤ۔ د امريكې معامله به د هر چا سره سپېځلې وي۔ د دښمنۍ په ځائې به اتفاق ته پام لرنه كوو۔ امريكا به د نړۍ تر ټولو مضبوط اقتصادي قوت جوړؤ۔ د امريكا نوي ټاكلې شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د بريا نه پس وېنا
نیویارک(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د امریکd نوي ټاكلې شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د صدارتي ټاكنو څخه وروستو د امريكې د وېش د زخمونو ګڼدلو دور پېل شوے۔
او دا وخت دے چې مونږ يو موټي شوو۔ امريكا به هر يو سره سپېځلې معامله ساتې او د دښمنۍ په ځائې به اتفاق ته پام لرنه كولې شي۔
د شورؤ په ورځ د صدارتي ټاكنو نتيجو څخه وروستو نيويارك كښې خپلو پلويانو ته وېنا كښې ده د خپل ګوند د مشرتابه او پلويانو مننه وكړه۔
ده ووئيل هېلري كلنټن ماته په
ټېلېفون مباركي راكړې۔ ټرمپ ووئيل هر وګړې به دا محسوس كړي چې ده ته د صلاحيتونو رامخې ته كولو موقع په لاس وركړې شوې۔
ده عزم وكړو چې د روزګار په لكھونو موقعې به اولس ته وركړې شي۔ نوي ټاكلې شوي اولس مشر نړيوالې ورورولۍ ته ووئيل هر يو سره به امريكا سپېځلې معامله ساتې او د دښمنۍ په ځائې به په اتفاق نظر ساتي۔
ډونلډ ټرمپ ووئيل زه يوه پياوړې اقتصادي منصوبه لرم چې ورسره به پرمختګ يو په دوه شي او امريكا به د نړۍ تر ټولو مضبوط اقتصادي قوت جوړؤ۔