دوحه (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) قطر راتلونكي كال د تېل برآمد كوٶنكو هېوادونو تنظيم اوپيك نه د بهر كېدو اعلان كړے۔
د قطر د توان وزير سعد الكعبي د ګل په ورځ د يو خبري كنفرنس په مهال ووئيل چې قطر به د جنورۍ په وړومبۍ نېټه كال 2019 كښې د اوپيك نه ووځي٬ دا منصوبه د اوږدې
مودې د هېواد د پاليسۍ برخه ده چې مقصد ئې په زياتو ګټورو څانګو كښې پرمختګ ته وده وركول دي۔
د يادونې وړ ده چې قطر د كال 1961 څخه د اوپېك غړے هېواد دے چې د خام تېلو يو ورځنې پېداوار ئې 6 لكه 50 زره بېرله دے او په ټوله نړۍ كښې د اېل اېن جي تر ټولو لوي برآمد كوٶنكې هېواد دے۔