په كال 2018 كښې افغانستان كښې تشدد ٬ غريبي او اوچ كالي زياته شوې٬ د سماجي خدماتو د نظام خرابۍ له امله د كوچنيانو مړينه زياته شوې٬ 60 لكه كسان د بشري خواخوږۍ په بنيادي مرستې ته اړتيا لري۔ یونېسېف

نیویارك (پاکستان پوائنٹ نیوز28نومبر2017ء) د ملګرو ملتونو كوچنيانو لپاره ادارې يونېسېف وئيلي دي په كال 2018 كښې افغانستان كښې تشدد ٬ غريبي او اوچ كالي زياته شوې ده ٬ د سماجي خدماتو د نظام خرابۍ له امله د كوچنيانو مړينه زياته شوې ده ۔

دا خبره افغانستان كښې ميډيا لپاره د یونېسېف مشر الشن پاركر په جنيوا كښې د بريفنګ په مهال كړې ۔ ده ووئيل 60 لكه كسان د بشري خواخوږۍ په بنياد مرستې ته اړتيا لري چې پكښې نيم كوجنيان دي ۔

د یونېسېف اهلكار ووئيل د 30 لكهو نه زيات ماشومان ښونځي ته نه ځي چې پكښې 60 فيصده انجونې دي ٬ هغه ووئېل ماشومان د خوراك څښاك كمي سره مخ دي ۔

د یونېسېف اعلٰې اهلكار ووئيل په افغانستان كښې تعلیم، صحت، د دماغی او د جسماني ودې په اړه د ماشومانو ژوند په داٶ لګېدلې ۔

الشن پارکر زياته كړه چې تشدد او وينه د معمول له مخې هره ورځ بهېږي۔ هغه ووئيل سږ كال په وړومبو لسو مياشتو كښې تر اوسه 5000 كوچنيان مړه يا شل شوې دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې