كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 30ستمبر 2016ء) د ملګرو ملتونو افغان مشن وئېلي دي ختيز افغانستان كښې امريكائي ډرون بريد كښې 15 عام وګړي وژلې شوي دي ۔
مېډيا له مخې امريكې دا ډرون بريد په 28 ستمبر د ختيز افغانستان ننګرهار ولايت آچين ولسوالۍ كښې رامخس ته شوے ؤ ۔د ملګرو ملتونو ځايې دفتر په خپل بيان كښې د دې بريد د پلټنو غوښتنه
كړې وه۔
د بيان له مخې په دې بريد كښې ځينې شرخوښي عناصر هم وژلې شوي وو خو زياتره عام وګړي وو۔د بيان له مخې ډرون بريد په يو داسې غونډه شوې ؤ د كومې مقصد چې د حج كولو نه پس بېرته راتلوونكو مشرانو هر كلے كول وؤ۔
دا خبره دې ياده وي چې د امريكائي چارواكو له مخې ډرون بريد كښې د داعش اډه له مينځه وړل وه۔