بيونس آئرس (پاکستان پوائنٹ نیوز 21 مئی 2018ء) د المان خارجه وزير هائيكو ماس وئيلي دي چې بايد د كال 2015م اتومي لوظنامه په ځائ وساتلې شي۔
د ارجنټائن په پلازمينه بيونس آئرس كښې د جي ټونټي د خارجه وزيرانو په غونډه كښې د المان خارجه وزير ووئيل چې بايد اېران سره په اتومي لوظنامه لاسليك كوونكي نور هېوادونه
د كال 2015م اتومي لوظنامه په ځائ وساتي۔
ده ووئيل چې دا لوظنامه يوازې اېران لپاره نه بلكې د المان او اروپا سلامتيا په اړه معاملو لپاره هم مهمه ده۔ له بلې خوا د اېران خارجه وزير محمد جواد ظريف وئيلي دي چې د اروپائي اېتلاف لخوا اتومي لوظنامه په ځائ ساتلو لپاره هڅې ناكافي دي۔