دمشق 22 ستمبر (اے پي پي) د سوريې په پايه تخت دمشق كښې د پوځ جنګي الوتكه ړنګه شوې۔ د عرب ميډيا له مخې په سمدستي توګه دا نه ده معلومه شوې چې پېښه په كوم سبب رامنځ ته شوې۔
په برتانيه كښې د بشري حقونو تنظيم وئيلي
دي چې جنګي الوتكه په قلمون سيمه كښې لوېدلې خو پېښه كښې د پائيلوټ د مرګ ژوبلې اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔
بلخوا داعش خپل يو بيان كښې د الوتكې په نښه كولو ادعا كړې او آزاد ذريعو د دې ادعا تصديق نه دې كړې۔