فرانس پاکستان سره تجارتي اړيكي مستحكمول او په پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ پاكستان په تېرو دريو كلونو كښې ښه معاشي كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ په پېرس كښې محمد اسحاق ډار سره د ملاقات په موقع د فرانس د خزاې وزير مائيكل سېپن خبرې

پېرس (پاکستان نیوز پوائنٹ 16ستمبر 2016ء) د فرانس د خزانې وزير مائیکل سیپن د پاكستان لخوا په تېرو دريو كلونو كښې د ښه معاشي كاميابو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې فرانس پاکستان سره تجارتي اړيكي مستحكمول او په پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي٬ پاكستان په تېرو دريو كلونو كښې ښه معاشي كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د خزانې وزير اسحاق ډار سره په پېرس كښې په ملاقات كښې كړې۔ ده د تېرو دريو كلونو په مهال د ښه معاشي كاميابو ستائنه كولو سره ووئيل چې فرانس پاکستان سره تجارتي اړيكي مستحكمول او په پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي٬ پاكستان په تېرو دريو كلونو كښې ښه معاشي كاميابۍ ترلاسه كړې دي چې پكښې مېکرو اقتصادي استحکام، مالیاتي ډسپلن، كوټلې شرح نمو او د سټاك مارکیټ رېكارډ كاركردګي شامله ده ٬ پاکستان د موجودہ اصلاحاتو تسلسل سره په راتلونكو كلونو كښې زياته شرح نمو په ځائ ساتلې شي ٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابۍ هم د ستائنې جوګه دي۔

د فرانس د خزانې وزیر د پاكستان په معاشي پرمختګ سناتور محمد اسحق ډار ته مباركي هم وركړه۔ په دې موقع د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د فرانس خپل همڅنګ معاشي استحكام لپاره د اوسني حكومت لخوا د ګڼ شمېر جرات مندانه معاشي او مالياتي اصلاحاتو په اړه خبرولو سره ووئيل د نړۍ نوميالۍ مالياتي ادارې او اقتصادي پوهان پاکستان كښې د معاشي استحکام ستائنه كوي كوم چې به په راتلونكو لسيزو كښې د نړۍ په 20 غوره معاشي او مستحكم هېوادونو كښې وشمېرلې شي۔

دواړه وزيران په اوسني دوه اړخيزه تجارت كښې په ښه اضافه او د سوداګرو اسانيو لپاره اقدماتو ته سلا شول۔ دوي د مشتركه اقتصادي كمېسون په شكل كښې انتظامي ٬معاشي او تجارتي کمېټۍ په وزارتي كچه د اپ ګرېډ كولو هم جاج واخستو او د معیشت، كركيلې٬ فوډ پراسېسنګ، اېوی اېشن، انفارمېشن ټېکنالوجي، آټو موبائلز او د انجینئرنګ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په تګلاره ئې هم خبرې اترې وكړې۔

﴿م ع/ ګ ل 1841﴾

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ