برلن (پاکستان نیوزپوائنٹ 20فروری2018ء) د المان حکومت وئيلي دي چې د كال 2017ء تر آخر هېواد كښې د سیاسی پناہ ترلاسه كونكو غیر ملکیانو شميره د 6 لکھ څخه زياته شوې په دې كښې د زياتره وګړو تعلق د سوريه ، عراق او افغانستان سره دے۔
د المان ميډيا له مخې پايه تخت برلن كښې د سیاسی ګوند دی لنکې په خواست حکومت هېواد كښې د مېشته كډوالو مجموعی شميرې په اړه راپور جاری کړے چې له مخې ئې د كال 2017ء تر آخر
الماان كښې سیاسی پناہ ترلاسه كونكو غیر ملکیانو مجموعی شميره د 6 لکھ څخه زياته شوې۔
د راپور له مخې په دې كښې درې لکھ 26 زره څخه زياتو كسانو تعلق د جنګ ځپلې هېواد سوريه ، يو لک څخه زياتو كسانو تعلق د عراقی دغسې د 40 زرو څخه زياتو كسانو تعلق د افغانستان سره دے۔
حکومت دا هم وئيلي چې 73 زره څخه زياتو كسانو له په بشرې بنیادونو المان كښې په عارضی توګه د پاتې كيدو اجازه وركړې شوې۔