د ایران اولس مشر د حېدر آباد د قطب شاهي محل او د تاريخي ځايونو څارنه وكړه

نوے ډيلے (پاکستان نیوزپوائنٹ 16فروری2018ء) د ایران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني د هند تنږ په مهال په دوېمه ورځ د حېدر آباد د قطب شاهي محل او د تاريخي ځايونو دوره كړې٬ د هند په تلنګانه ايالت حېدر آباد د هند شپږم لوې ښار دے كوم چې تاريخي٬ سائنسي او په اقتصادي توګه اهميت لري۔

د ايران خبرې رسنې دارې له مخې حسن روحاني په درې ورځنۍ سركاري دوره حېدرآباد ته

رسېدلې ۔ د دورې په مهال به حسن روحاني خپل هندي همڅنګ او وزيراعظم نرېندرا مودي او خارجه وزيرې سره ملاقات كوي او د ايران او هند د لوړې كچې پلاوو ترمېنځه به خبرې اترې كوي۔

په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې شريكه مرسته زياتولو لپاره 15 لوظنامې لاسليك كېږي۔ په دې موقع به دواړه هېوادونه يوه شريكه سياسي اعلاميه هم جاري كوي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ