كشميري اولس ته خپل حق وركولو سره منطقه كښې امن په ځائې كېدې شي۔ ډاكټر شاهد احمد حشمت

کولمبو (پاکستان نیوزپوائنٹ 06 فروری2018ء)  سری لنکا كښې د پاكستان هائي كمشنر ډاكټر شاهد احمد حشمت وئيلي دي د كشمير مسئلې منصفانه حل او د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو سره منطقه كښې امن په ځائې كېدې شي۔

ده ددې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستاني هائي كمېشن تر سېوري لاندې يو سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ هائي كمشنر ووئيل

نړيوالې ورورولۍ كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو وعده كړې وه ولې دا مسئله تر دې دمه حل كېدو ته اړتيا لري او كشميرې اولس بربريت سره مخ دے۔

ده ووئيل د كشمير مسئلې په سوب د سارك دوه مهمو غړو پاكستان او هند ترمينځھ اړيكې تاؤ تريخوالي سره مخ دي۔ ده ووئيل كه په سيمه كښې سياسي استحكام او امن په ځائې شي نو دې سره به نه يوازې سارك بلكې ټوله منطقه كښې د اقتصادي پرمختګ مېوؤ څخه خلك استفاده وكړي۔

ده د كشميريانو د منصفانه هڅو په ملاتړ كولو د سري لنكا د اولس مننه وكړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ