امريكې د پاكستان لخوا په پاك افغان پوله د ترهګرو په ضد په عملياتو د اطمينان څرګندونه وكړه

واشنګټن(پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) امريكې د پاكستان لخوا په پاك افغان پوله د ترهګرو په ضد په عملياتو د اطمينان څرګندونه كړې او دا عمليات ئې د ډاډ وړ ګرځولي دي۔

د امريكې په خارجه محكمه كښې د يو بريفنګ په مهال د خارجه محكمې وياند مارك ټونر د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې د پاكستان انتظاميې د ترهګرو د ختمولو د عزم تائيد كړے او د پاكستان د عملياتو په نتيجه كښې د ترهګرو حوصلې ماتې شوې دي٬ مونږ هيله لرو چې دا عمليات به روان وي۔

ده ووئيل چې د اوباما انتظاميه د ترهګرو په ضد د پاكستان په اقداماتو مطمئن ده او په دې لړ

كښې به پاكستان سره مرسته روانه وساتي چې دغسې په ترهګرو فشار لا زيات كړے شي۔

ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد شريك عمليات او مرسته د پاكستان او افغانستان دواړو په ګټه ده۔ ده ووئيل چې امريكا دا ټول اقدامات په منطقه كښې د امن او استحكام په نظر ګوري۔

مونږ خواهش لرو چې پاكستان په دې لړ كښې موثر كردار ترسره كړي او چې افغان دولت د دې جوګه كړے شي چې هغه د خپلو وګړو او پولو حفاظت وكړے شي۔

د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې امريكا د پاكستان نه د ټولو ترهګرو ډلو په ضد د كاررائې كولو غوښتنه كوي او په دې لړ كښې بهتري راغلې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ