د اټاليا بحريه د رېسكيو عملياتو په مهال پھ يوه ورځ كښې 1100 كډوال پھ سمندر كښې د ډوبېدو څخه وساتل
روم (پاکستان نیوزپوائنٹ 23نومبر2017ء) د اټاليا بحريه د رېسكيو عملياتو په مهال پھ يوه ورځ كښې 1100 كډوال پھ سمندر كښې د ډوبېدو څخه ساتلې دي ۔
د لېبيا لخوا تلونكې دا كډوال د تښتو پھ بېړۍ او لس پھ ربړ بوټس ناست وو۔په بچ كړی شوو كډوالو كښې داسې يوه مېرمن هم شامله
وه كومې چې په بېړۍ كښې د سفر پھ مهال ماشوم زېږولې ؤ ۔
د رېسكيو په آپرېشن كښې د غېر سركاري ډلو غړو هم برخه اخسته۔د اټاليا چارواكو له مخې سږ كال تراوسه 1 لك 14 زره 600 غېر ملكي كډوال اټاليا ته رسېدلې خو دا شمېره د تېر كال پھ مقابل كښې 32 فيصده كمه ده۔