د داعش پھ بريد كښې د لېبيا د پوځ 28 اهلكار مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي

طرابلس (پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) په لېبيا كښې د عسكريت خوښې ډلې داعش په كنټرول كښې په سرت ښار كښې د نښتو په نتيجه كښې 28 اهلكار مړه او 180 ژوبل شوي دي۔

د غېر ملكي مېډيا له مخې د سرت ښار په تازه نښتو كښې د مړو شويو شمېره 28 ته رسېدلې دغسې د ژوبل كسانو درملنې روانې دي۔

د لېبيا امنيتي ذريعو وئېلي دي چې ساحلي سرت ښار

كښې دا كسان هغه وخت مړه شوي دي كله چې حكومتي پوځ د داعش اډو پلو پېش قدمي پېل كړه۔

د لېبيا پوځي وياند له مخې د مخلوط وفاقي حكومت تر انتظام لاندې امنيتي ځواكونو سرت د داعش د قبضې څخه ويستلو لپاره د عملياتو آخري پړاؤ پېل كړې خو د داعش لخوا په ځوابي كاروائۍ كښې هغوي د غېر معمولي زيان سره مخ شوي دي۔

(ص ف/م ع/وس/1706)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ