ماسكو (پاکستان نیوزپوائنٹ17اکتوبر2017ء) روسيه د افغانستان طالبانو ته د وړيا ډيزل وركولو اطلاعات رد كړي۔ د خارجه وزارت وياند يو بيان كښې د برتانيې مېډيا راپور مسترد كولو سره وئېلي چې د دې بې بنياد راپورونو مقصد افغانستان كښې د ناټو ناكامۍ له امله د نړيوالې ورورولۍ پام اخوا كول دي۔
دامريكې پوځي عهديدارو له مخې روسيه افغانستان كښې د امريكې مشن كمزورې كول غواړي۔افغانستان كښې د پوځي كاروائيو نګران د امريكې جنرل جوزف ووټل د امريكې كانګرېس يوې كمېتۍ ته ووئيل چې دا عېن ممكن ده چې ماسكو په افغانستان كښې طالبانو له وسله وركوي۔
د تجزيه كارو له مخې روسيه اندېښنه لري چې په سوريه او عراق كښې د
ماتې نه وروستو داعش افغانستان خپل محفوظ اډه جوړولې شي كه چرې داسې كېږي نو دا د روسيې لپاره لويه خطره ده۔
د يادونې وړ ده چې د برتانيې يو ورځپاڼې ټائمز پھ خپل راپور كښې ادعا كړې وه چې د روسيې استخباراتي ايجنسۍ څو مياشتو راهيسې طالبان د ازبكستان د پولې څخه د ډيزلو ډك ټينكرې خرڅوي۔
د طالبانو ذريعو د نامې د نه ذكر كولو په شرط ووئيل چې دا ډيزل وېړيا ترلاسه كېږي٬مونږ يوازې درآمدي ټېكس ادا كوو۔
طالبانو ووئيل چې د مياشې په بنياد د 25 لكه ډالر ماليت ډيزل وركولې كېږي۔دا ډيزل د طالبانو يوې كمپنۍ ته وركولې كېږي۔د دې څخه وړاندې افغان او امريكائي چارواكو هم هم په روسيه داسې تورونه لګولي وو۔