ملګري ملتونه (پاکستان نیوزپوائنٹ18اگست2017ء) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوئټرېس وئيلي دي چې نور هېوادونه دې د وېنزوېلا په معاملو كښې لاس وهنه بند كړي۔
د اېران خبري اژانس له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر وئيلي
دي چې بايد وېنزوېلا حكومت او مخالفين خبرو ته كېني۔
د يادونې وړ ده چې د امريكې اولس مشر ټرمپ په دې وروستيو كښې د وېنزوېلا حكومت ته دړكه كړې وه چې د هغوي په ضد ټولې چارې موجود دي او پكښې پوځي عمليات هم شامل دي۔