ریاض (پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د سعودي عربستان كابينې كوئټه كښې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښه په سختو ټكو كښې غندلې ده ۔
د سعودي ورځپاڼې راپور ترمخه د كابينې غونډه تېره ورځ د سعودي عربستان باچا او خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز په مشرۍ كښې وشوه۔
غونډې څخه
وروستو جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي د سعودي عربستان كابينه د پاكستان كوئټې ښار په روغتون كښې د ترسره شوې بمي چاؤدنې په سختو ټكو غندنه كوي كومه كښې چې يو شمېر وګړي مړه او نور ژوبل شوي۔
كابينې په تھائي لېنډ او سوريه كښې هم د ترهګرۍ پېښو غندنه كړې ده (وا/ض ض/ګ ل/1851)