جاپان٬ سېلاب كښې 21 كسان مړه٬ 20 بې دركه

ټوکیو (پاکستان نیوزپوائنٹ 11جولائی2017ء) جاپان كښې د نان ماډول تائيفون نه پس په سختو بارانونو او سېلاب كښې د مړو شمېره 21 ته رسېدلې ده ۔

د كوئډو خبرې اژانس له مخې د هېواد په سوئيلي لويديزو سيمو كښې د راغلي ټائيفون څخه د مړو شمېره 21 كسانو ته رسېدلې او دغسې 20 كسان

بې دركه دي۔

د سېلاب له امله فكوكا ٬ عاسكورا او غوېټا ښارونو ته زيان رسېدلې۔ په يادو شويو سيمو كښې د مرستې هلې ځلې روانې دي او تر اوسه 1700 كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوې ۔

د موسميات څانګې له مخې په سوئيلي لويديزو سېمو كښې به د بارانونو لړۍ روانه وي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ