انقره (پاکستان نیوزپوائنٹ 22جون2017ء) د تركيې په لوېديزه سيمه كښې د ناټو يوې اډې سره نزدې چاودنه شوې خو په چاودنه كښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده تر لاسه شوې ۔
د غېر ملكي خبري اژانس له مخې چاودنه د زيارت په ورځ په
ازمير ښار كښې د ناټو اډې سره نزدې په يوه اديره كښې شوې۔په چاودنه كښې د ناټو اډې بهرنيو ديوالونو ته لږ زيان رسېدلې خو د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده راغلې۔
امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړې او پلټنې ئې پېل كړې دي۔