وزیراعظم محمدنوازشریف د سعودی عربستان درې ورځنۍ دورې ترسره كېدو نه پس مدينې منورې څخه اسلام آباد ته راروان شو مونږ سعودي عربستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو او دې ته لا وده وركول غواړو۔ د وزیراعظم محمدنوازشریف د مدينې ګورنر شهزاده فېصل بن سلمان سره خبرې

مدینه منورہ (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مئ2017ء) وزیراعظم محمد نوازشریف د سعودی عربستان درې ورځنۍ دورې بشپړولو څخه وروستو مدينې منورې څخه اسلام آباد ته راروان شوے دے ۔

په پرنس محمد بن عبدالعزیز نړيوال هوائي مېدان د مدينې ګورنر شهزاده فېصل بن سلمان او د پاكستاني سفارت اعلی چارواكو وزيراعظم ته په مخه ښه اووې۔

د مدينې ګورنر سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ اړيكې ازمائيلې شوي كومې چې وخت تېرېدو سره سره لا مضبوطې شوي۔

ده ووئيل مونږ سعودي سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو او د دې لا مضبوطولو كښې خوښي لرو۔ ده ووئيل

دا ژورې تاريخي او مذهبي رابطې او مشتركه اقدار لرونكې يو ورور هېواد دے د وزیر اعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه په دې مهال د مدينې ګورنر ووئيل مونږ پاكستان سره د اړيكو قدر كوؤ۔

پاكستان مذهبي پس منظر لرونكے ورور هېواد دے۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔

دا خبره دې ياده وي چې د خپلې درې ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم وړومبني عرب اسلامي امريكا مشرانو كنفرنس كښې ګډون وكړو۔

دې مدينه منوره كښې د نبي كريم (ص) روضې ته لاړو ۔ وزيراعظم په رياض الجنة كښې نفلونه وكړل او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له ئې دعاګانې وغوښتلې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ