د عراق په موصل او صلاح الدين ښار كښې د نښتو له امله 70 زره خلق په كډه كولومجبور شوي دي
بغداد(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د عراق په موصل او صلاح الدين ښار كښې د نښتو له امله 70 زره خلق په كډه كولو مجبور شوي دي۔
د عراق د سره صلېب لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د 30 زرو نه زياتو وګړو په موصل كښې په كېمپونو كښې پناه اخيستې۔
د بيان له مخې د 40 زرو نه زياتو
كډوالو د صلاح الدين په تكريت سيمه كښې په سركاري ودانيو يا خپلو خپلوانو سره پناه اخيستې۔
په بيان كښې وئيلي شوي دي چې ټولو كډوالو ته د خوراك او څښاك توكي وركول كېږي او دوي لپاره د معالجې اسانيې هم برابرې كړې شوې دي خو بيا هم دا كسان په ډېر بد حال كښې په ژوند تېرولو مجبور شوي دي۔