حبيب بېنك د چين ارومچي ښار كښې خپله څانګه پرانسته

بیجنګ (پاکستان نیوز پوائنٹ 28مارچ2017ء) د پاکستان نجي بانك" حبیب بېنک لمېټډ" د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) څخه ګټه پورته كولو له د چين خپلواكې سيمې سنکیانګ په یپلازمينه ارومچی كښې خپله څانګه پرانستلې ده۔

د بانك يو چارواكي خبريالانو ته ووئيل چې چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) د 45 ارب ډالر منصوبه ده او زمونږ اداره ټول عمري د منصوبې په اړه په اولني صف كښې ودرېدلې۔

ده ووئيل

سنکیانګ څخه چین پاکستان اقتصادي راهداري پېل كېږي كوم به چې د چين سيمې د سړكونو د لارې پاكستان كښې ګوادر سره تړي۔

ده ووئيل تېره اونۍ كښې بینک آف بیجنګ هم دې سيمه كښې خپله څانګه پرانستلې۔ دغسې چې سي پېك سره اړوندې مالي معاملې اسانې كړې شي۔

د پوهانو وېنا ده چې د دې منصوبې په نتيجه كښې به سيمه كښې د نړيوالې سرمايه كارۍ موقعې زياتې دي چې ورسره به دلته پرمختګ او سوكالي راشي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ