تهران(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د اېران ستر مذهبي لارښود آيت الله علي خامنه اي وئيلي دي د اېران او نړيوالې ټولنې ترمېنځه د اتومي تړون په اېران كوم آغېز نه دې شوے۔
د المان مېډيا له مخې د اېران په پلازمينه تهران كښې ده ووئيل دا تړون دې لپاره
شوې و چې په اېران لګولې شوي بندېزونه ختم كړې شي خو تر اوسه داسې نه دي شوي۔
ده ووئيل د دې تړون ډېر وخت وشو خو ممكنه نتيجې ئې نه دي راغلې۔ د يادونې وړ ده تېركال د جولائي په 14مه نېټه د اېران او د نړيوالو طاقتونو ترمېنځه ياد شوې تړون لاس لېك شوے و۔