مقبوضه كشمير كښې كرفيو او احتجاج په 24 مه ورځ هم روان پاتې شو ،كارګل كښې بمي چاؤدنه – دوه هندي عسكر مړه

سرینګر (پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د مقبوضه کشمیر سرينګر ٬ پلوامه ٬كولګام ٬ اسلام آباد ٬ شوپېاں ٬ بټګام ٬ كپواړه ٬باره موله او ګاندربل ضلعو كښې د ګل په ورځ پرله پسې په 24 مه ورځ هم كرفيو ٬ سخت بندېزونه او احتجاجي هړتال روان پاتي شوو۔

بلخوا د كل جماعتي حريت كنفرنس چيئرمېن سيد علي ګېلاني او نور حريت

لارښود مير واعظ عمر فاروق ٬ ياسين ملك او شبير احمد شاه په كورونو او تھانو كښې په غېر قانوني توګه نظر بند دي۔

دوئي په احتجاجي پروګرام كښې ترجمعې پراختيا كړې۔ د ضلع لداخ كارګل سيمه كښې د مائين چاؤدنې په نتيجه كښې دوه هندي عسكر وژلي شوي۔ په دې مهال ضلع كټھوعه كښې دوه بېلو پېښو كښې درې كسان مړه شوي دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ