د اېران لوبډله به په ډيوس كپ ټائي ټورنامنټ كښې ګډون كولو لپاره ﴿سبا﴾ پاكستان ته راځي
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) د اېران لوبډله به په ډيوس كپ ټائي ټورنامنټ كښې ګډون كولو لپاره ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ پاكستان ته راځي۔
د اېران او پاكستان ترمېنځه به ټائي د فرورې د 3مې نېټې تر 5مه نېټه په پاكستان سپورټس
كملېكس اسلام آباد كښې كېږي۔
د چارواكو له مخې نړيوال ټېنس فېډرېشن 12 كاله پس پاكستان كښې د ډيوس كپ ټائي د كوربتوب اجازه وركړې۔ اېران انكار كړے و او د بل ځائ خواست ئې كړے و خو نړيوال فېډرېشن ئې دا خواست رد كړے و۔ ﴿م ع/ م ع 1720﴾