بېنظير بهټو شهيد نړيوال ټېنس چېمپئن شپ به (نن) پېل كېږي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) بېنظير بهټو شهيد نړيوال ټېنس چېمپئن شپ به ( نن) د دسمبر په 15مه نېټه په اسلام آباد ټېنس كمپلېكس كښې پېل كېږي۔

د ټورنامنټ ډائرېكټر كامران خليل له مخې چېمپئن شپ لپاره تيارې روانې دي۔ ده ووئيل په دې چېمپئن شپ كښې د پاكستانو لوبغاړو پشمول يوغېر ملكي لوبغاړي هم په

لويه شمېره ګډون كوي چې پكښې د روسيې٬ اټاليا ٬ المان٬ فرانس٬ سعودي٬ امريكې٬ جاپان٬ سربيا٬ تائيوان٬ آئرلېنډ٬ تهائي لېنډ٬ كاناډا٬ پولېنډ٬ سنګاپور٬ ازبكستان٬ آسټراليا٬ كوريا٬ تاجكستان او د قطر لوبغاړي شامل دي۔

د ټورنامنټ سيمي فائنل به د دسمبر په 22مه نېټه او فائنل مېچونه د دسمبر په 23مه نېټه كېږي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ