قومي ټرېك سائيكلنګ چېمپئن شپ به د نومبر په 27مه نېټه په لاهور كښې پېل كېږي
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ20نومبر2017ء) د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن ترسيوري لاندې قومي ټرېك سائيكلنګ چېمپئن شپ به د نومبر په 27مه نېټه په لاهور كښې پېل كېږي۔
د قومي لوبډلې مشر كوچ سردار نزاكت علي وئيلي دي چې چېمپئن شپ لپاره چمتوالې نيول كېږي٬په
دې چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه اته لوبډلې برخه اخلي چې پكښې پاکستان آرمي، پاکستان واپډا، سوئي سدرن ګیس کمپني، اسلام آباد، پنجاب، سندھ، خېبرپښتونخوا او د بلوچستان لوبډلې شاملې دي۔
دا چېمپئن شپ به د نومبر تر 30مه نېټه روان وي۔